اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د قامي ا سمبلۍ په غونډه كښې د ټولو پارلماني ګوندونو غړو د كورنيو چارو په وزير احسن اقبال د بريد سخته ??ند??ه كولو سره غوښتنه كړې چې د دې پېښې دې پلټنې وكړې شي او اصل محركات دې په ډاګه كړې شي۔دا د كورنيو چارو په وزير بريد نه بلكې په رياست بريد دې۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پيپلز ګوند غړي اعجاز جاكهراني د كورنيو چارو په وزير په قاتلانه بريد سخته ??ند??ه وكړه او دعا يې وكړه چې لوے څښتن دې د كورنيو چارو وزير ته روغ صحت وركړي۔د وژنكي نه بچ كونكې ډېر لويې دې۔الله خاص كرم كړی٬د بريد كونكي په شه څوك دي بايد د دې پلټنې وشي۔د مسلم ليګ(ن)غړي ميا عبدالمنان د كورنيو چارو په وزير د بريد ??ند??ه وكړه او د پلټنو غوښتنه يې وكړه۔د پاكستان تحريك انصاف غړې شيرين مزاري هم د ګوند لخوا پھ احسن اقبال د بريد ??ند??ه وكړه او وې وئېل چې دا د ټولنې لويه الميه ده چې برداشت ختم شوې۔د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)غړې نعيمه كشور خان هم د پیښې ??ند??ه وكړه او وې وئېل چې بايد پېښه كومې مدرسې يا مذهب سره ونه تړلې شي۔د اېم كيو اېم غړي شېخ صلاح الدين هم د بريد ??ند??ه وكړه او د كورنيو چارو وزير لپاره يې د روغتيا دعا وكړه۔د جماعت اسلامي غړي شېراكبر خان هم د بريد ??ند??ه وكړه او وې وئېل چې بايد د امن او امان د مسئلې وجوهات ولټولې شي۔عبدالقهار ودان هم د پېښې ??ند??ه وكړه۔سيد عيسٰی نوري ووئيل چې د بريد كونكي مقصد د كورنيو چارو د وزير ژوند ختمول وو بايد پلټنې وشي۔په بلوچستان كښې هم د سياستدانانو ??وند په خطر كښې دې۔د وسلې په لائسنس پا??ندي دې ختم كړی شي