اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) په پاکستان كښې د ایر??ن سفیرمهدی هنردوست وئيلي دي چي پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دواړه په تاريخي ٬ كلتوري او ??ذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا وده وكړي٬ د نړۍ او د منطقې د حالاتو په تناظر كښې د پاكستان او ايران ترمېنځه د ميډيا پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ايراني سفير د زيارت په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك سره په ملاقات كښې كړې۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك مركزي دفتر ته په راتګ د سفير هركلے وكړو۔ په دې موقع سفير ته د اے پي پي په طريقه كار او د سبسكرائبرز ته د خبرونو د وركولو پحقله بريفنګ وركړو۔ د اير??ن سفير ووئيل پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوادونه دي٬ دوي په تاريخي ٬ كلتوري او ??ذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په راتلونكي وخت كښې اړيكې لا وده وكړي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو او روابطو كښې اضافه شوې ده٬ په ايران د نړيوالو بنديزونو باوجود په تېرو درې كالو كښې دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم د 600 مېليونه ډالرو نه 1.3 اربه ډالرو ته رسېدلے دے او راتلونكو كښې به دا لا وده وكړي ځكه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ ده ووئيل د ایران دروازې تل پاكستانيانو او ??اكستانۍ ميډيا لپاره پرانستې دي٬ بايد د پاكستان ميډيا د ايران دوره وكړي دغسې چې د ايران پحقله د منفي ډنډورو ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د يو بل په زړونو كښې اوسېږو او د اير??ن سپريم لارښود چې كله هم د پاكستان ذكر كوي نو خوږ پاكستان وائي او ھغوي دا خبره د زړه نه كوي۔ ده د دواړو هېوادونو د قامي خبر رسنو ادارو اے پي پي او ارنا ترمېنځه د تفاهم دستاوېزاتو ته زر تر زره په حتمي شكل وركولو زور رواړو۔ د ایر??ن سفیر ووئيل د منفي تاثر برعكس په چاه بهار بندر ځائ هند يوازې په پټروكيميكل څانګه كښې د 35 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كړې ده ٬ د چاه بهار بندرځائ د پاكستان پشمول د منطقې ټولو هېوادنو لپاره پرانستې دے۔ ده ووئيل پاکستان او ایران په يوه بيړۍ كښې ناست دي او ??ه راتلونكي كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكي او ??لګرتيا لا زياته شي۔ په دې موقع د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك ووئيل پاكستان او ايران په عظيم تاريخي ٬ كلتوري او ??ذهبي رشتو كښې تړلي دي۔ ده ووئيل د ايران او ??اكستان قامي خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو ٬ معلوماتو رسنې لپاره طريقه كار وضعه كولې شي۔ ده ووئيل د سيمه ايزو او ??ړيوالو حالاتو په نتاظر كښې د نيوز اېجنسو كردار مسلمه دے۔ د نیوز اېجنسو د دې كردار په تناظر كښې اے پي پي په دې ورستيو كښې نړيوال كنفرنس كړې چې پكښې د 19 هېوادونو د نيوز ايجنسو مشرانو او استازو ګډون كړې۔ په دې كنفرنس كښې د خبر رسنو ادارو ترمېنځه د خبرونو او د معلوماتو شيئرنګ لپاره په تګلار وضعه كولو هم سلا شوې٬ او د شريك وېب پورټل جوړولو سره سره د اے پي پي ګلوبل په نامه وېب پورټل هم جوړولې شي چې پكښې ارنا هم شامله ده۔۔ ده د اير??ن سفير ته ووئيل چې اے پي پي د انګليسۍ او اردو ژبې نه علاوه په ځائي ژبو كښې هم د خبرونو د ترسيل ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل اوسمهال د اے پي پي د زرو نه زيات سبسكرائيبرز دي او ??ېب ټي وي هم پېل كړے شوے دے او ??ي وي چېنل جوړولو لپاره هڅې روانې دي۔ مسعود ملك ووئيل اے پي پي ارنا سره مرستې له چمتو ده۔ د دې نه وړاندې د اے پي پي مركزي دفتر ته په راتګ مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او ??ورو چارواكو د ايراني سفير تود هركلے وكړو او دوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔