اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د وژن په رڼا كښې خوږ وطن د امن ٬ پرمختګ او خوشحالې مركز د جوړولو عزم پخلي سره به د آزادې 71مه ??رځ ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د اګست په 14مه ??ېټه په ملي جوش او جذبه لمانځلې شي٬ د آزادې ورځې په موقع په ټول هېواد ??ښې د عامې رخصتې اعلان شوے٬ د آزادې ورځ به سهار په وفاقي پايه تخت اسلام آباد ??ښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامي سره پېل كېږي۔ په دې ورځ به د سهار لمونځ نه پس په جوماتونو كښې د هېواد ??رمختګ٬ يووالي٬ امن او خوشحالې سره سره د كشميري اولس د اوږد?? هڅو كاميابې لپاره خاص دعاګانې كولې شي۔ د اګست په 14مه ??ېټه به سهار په 8 بجې 58 دقيقې په ټول هېواد ??ښې سائرن غږولې شي او په 9 بجې به په وفاقي پايه تخت اسلام آباد ??ښې د بېرغ هسكولو مركزي دستوره كولې شي۔ په ټولو صوبائي سرښارونو٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې به هم د بېرغ هسكولو دستورې كولې شي۔ د اولس مشر٬ وزيراعظم او د مهمو شخصياتو لخوا به د دې ورځې په مناسبت خاص پېغامونه جاري كولې شي۔ په مېډيا به هم خاص خپرونې وړاندې كولې شي۔ د اګست د 8مې نېټې تر 14مه ??ېټه د آزادې د جشن دست??رو په مناسبت سره په ټول هېواد ??ښې د وړاندې نه د سېمينارونو٬ كنفرنسونو٬ تقريري مقابلو٬ قرآت او د نعت خوانې مقابلې٬ مشاعرې او نورې دستورې روانې دي۔ د اطلاعاتو ٬ خپرونو او د قومي تاريخ او ادبي ورثه وزارت لخوا د آزادې ورځې لمانځلو لپاره انتظامات شوي دي۔ د خبر رسنې قومي ادارې اے پي پي٬ پي ټي وي او رېډيو پاكستان هم د آزادې ورځې د دست??رو كورېج ??پاره ځانګړي انتظامات كړي دي۔