اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلې دي جمهوري، نمائنده ، ځواب وركونكے ٬شفاف او ??وث??ه سلامتي كونسل به د هر جامع اصلاحاتي عمل ل??ار?? سنګ ميل وګرځي ۔ دا خبره وفاقي وزير د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73مې غونډې په موقع د شورو په ورځ نيويارك كښې د سېكورټي كونسل اصلاحاتو پحقله د يونائټنګ فار كنسنس (يو اېف سي) فورم د وزارتي كچې غوندې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ خارجه وزير ووئيل زيات جمهوري، نمائنده ، ځواب وركونكې ٬ سپېځلې او ??وث??ه سلامتي كونسل به هم د هر جامع اصلاحاتي عمل ل??ار?? سنګ ميل وګرځي۔ ده ووئيل دې مقصد ترلاسه كولو ل??ار?? د حكومتونو ترمېنځه خبرې اترې ( آئي جي اېن) فرېم ورك له مخې يو شموليتي او سپېځلې عمل ضرورې دے او د دې سره يو هم غېر روايتي حل به د خلا ډكولو په ځائ د اختلافاتو لا پراخه كولو سوب وګرځي۔ زيات جمهوري او نمائنده سېكورټي كونسل ل??ار?? د يو اېف سي اصولي دريځ رامخې ته كولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل يوازې ھغه حل به د قبل??دو جوګه وي كوم كښې چې د ټولو غړو هېوادونو د مفاداتو تحفظ شوے وي۔