اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان او كويت د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې لر??٬د دواړو هېوادونو د مشتركه وزارتونو كمېشن غونډو په نتيجه كښې به تجارتي٬اقتصادي او سرمايه كارۍ اړيكې لا مضبوطې شي٬پاكستان د خپل هنرمنده افرادي قوت ??ره د كويت د سباؤن د بشري وسائلو حاجت ترسره كولې شي۔ده د كويت د صنعت او تجارت وزير خالد نصر عبدالله سره خبرې كولې چا چې د زيات په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخ?? د ??وېت د تجارت وزير اولس مشر ته د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجابر لخوا د مباركې پېغام ورسولو۔ اولس مشر د كويت٬پرمختګ او څوكالۍ كښ?? د ??اكستاني ورورورلۍ په كردار د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د خپل هنرمند افرادي قوت ??ره د كويت د سباؤن د بشري وسائلو حاجت ترسره كولې شي۔په دې مهال د كويت وزير د اولس مشر مننه وكړه او د كويت لخوا يې پاكستان سره د خپلو دوه اړخيزه اړيكو اهميت په ډاګه كړو۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې په اقتصادي همكارۍ كښې د بدلولو په اهميت هم زور راوړو۔زور راوړولو سره ووئيل پھ مشتركه وزارتي كمېشن كښې د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو مخ په وړاندې بوتللو سره د اړوندې پريكړې عملي كولو ته هم اړتيا ده۔ملاقات كښې په دې خبره هم سلا راغله چ?? د ??اكستان او كويت د اسلامي نړۍ مه?? هېوادونه دي او شريكو مقاصدو له به په هره كچه په ګډه كار جاري ساتلې شي