اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئېلي دي چې د ملازمانو خېرښېګړه م??مه ده٬د دې آغېز نيغ په نيغه د ادارې په كاركردګۍ پريوځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ سېكرټرېټ ايمپلائز ويلفئر فنډ ايګزېګتو كمېټۍ غونډې مشري كولو په م??ال وكړه۔ ده ووئيل ملازمان د كومې هم ادارې لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬دې لپاره ضروري ده چې د هغوي خېرښېګړې ته خاص پام لرنه وشي۔ د سېنېټ سېكتر امجد پروېز ملك دې د ويلفيئر فنډ مقصدونو په اړه خبر كړو۔د كمېټۍ غړو په دې خبره زور راوړو چې دا فنډ زيات مهم دې او د دې مالي حېثيت لا ښه كولو ته اړتيا ده د??سې چې ملازمين او په خاص توګه كمه ت??خا اخستونكو ته زياته ګټه وشي۔په غونډه كښې د درملنې پشمول د نور مالي مرستې خواستونو منظوري هم وركړی شوه۔په غونډه كښې سناتور رانا مقبول احمد٬محمد اعظم خان سواتي٬ثناﺀ جمالي او مولا بخش چانډيو هم ګډون وكړو