اسلام آباد ۔ یکم اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ددې عزم ??رګ??دونه كړې ده چې حكومت به د مني لانډرنګ او غېر قانوني چېنلو دلارې د رقم د منتقل كولو مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كوي۔ د اېف آئي اے په شمول ټولې اړوند ادارې به په اړوند قانون كښې د بدلون كولو د لارې مضبوطولې شي۔ ده د ګل په ورځ د لوړې كچې يوې غونډې مشري كوله په كومه كښې چې اټارنی جنرل آف پاکستان، د خزانې سېكتر ٬ د قانون او انصاف وزارت ٬ د تجارت سېكتر ٬ د خ??رج?? چارو لنډ مهاله سېكتر ٬ د سټېټ ??ېن?? ګورنر ٬ خاص داخله سېكتر ٬ خاص فنانس سېكتر ٬ د اېف بي آر او نېب مشرانو چ??رو??كو ګډون وكړو۔ غونډه كښی د هنډۍ حوالې او د غېر ملكي زر مبادلې د غېر قانوني منتقلۍ نورو چېنلو مخنيوي له اړوند قانون كښې د بدلون جاج واخستې شو چې ترمخه به ئې فارن اېکسچېنج رېګولېشن اېكټ 1947ء او ایف آئی اے اېکټ 1974ء، کسټم اېکټ 1969ء او اے اېم اېل اېکټ 2010ء كښې بدلونونه كولې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې وزيراعظم څخه به زر تر زره ددې بدلونونو منظوري واخستلې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اسد عمر ووئيل چې د مني لانډرنګ او نورو نان ??ېن??نګ چېنلو د لارې د رقم دمنتقل كېدو په ضد به فعاله مهم پېل كولې شي۔