اسلام آب??د۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي د پاكستان په ګټو به كومه سمجھوته كولې نه شي۔ ددې حفاظت له به د كومې قربانۍ څخه سرغړونه كولې نه شي۔ اسلام آب??د پوليس به مثالي پوليس جوړولې شي۔ پوليس ته پېښې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ه د زيارت په ورځ پوليس لائن هېډكوارټرز كښی پوليس دربار ته خطاب كښې وكړه۔ ۔ ده ووئيل لوئے څښتن داسے خالق دې چې د هغه بادشاهي كله ختمېدې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان به 27 رمضان جوړ كړې شوې دې۔ پاكستان د مدينې رياست نه ور??ستو هغه اولنې رياست دې كوم چې د لوئے او څښتن او دده د رسول (ص) په نامه جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان په امر دلته راغلې يم۔ اسلام آب??د پوليس داسې مثالي ج??ړول غواړو ټولې ادارې پرې وياړ ولري۔ ده ووئيل پوليس ته ووئيل تاسو ته به ټولې اسانۍ دركولې شي۔ ده ووئيل په ترهګرۍ قابو موندلو كښې د پوليس كردار ډېر مهم دې په دې لړ كښی به پوليس ته ټولې اسانۍ ور??ولې شي۔ ده ووئيل مونږ نور ډو مور اورېدلې نه شو مونږ به خپلې ادارې مضبوطې جوړوو۔ ده ووئيل د اپوزيشن په دور كښې زه هندوستان ته لاړم نو د دغې ځائې پوليس ملازمينو ووئيل پاكستان پوليس اېكټ د هندوستان پوليس اېكټ نه زيات غوره دے۔ ده ووئيل په اسلام آب??د كښې به هم د كے پي كے په ډول نوې پوليس اېكټ لاګو كړو۔ مونږ به د شهيدانو لوريانو ٬ كونډو ٬ مور پلار او د نېشنل سېكورټي ملازمينو او اتلانو ځوانانو ته هغه عزت ور??ړو په كوم به چې ددوئي نسلونو هم وياړ كوي۔ده ووئيل كه مونږ خپل هېواد ته عزت ور??كړو نو نړۍ به هم دې ته عزت ور??كړي۔ ده ووئيل كه په تھاڼه كښې مونږ څوك سپك كړو نو مونږ ولې دا هېروو چې مونږ هم اولاد لرو