پېښور 13 اکتوبر(اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې به په يوه قومي حلقه او 9 صوبائي حلقو كښې ضمني ټاكنې ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي٬ په ټاكنو كښې به د 50 كانديدانو ت??مې??ځه مقابله كېږي٬ 20 لكه 29 زره رجسټرډ وټران به د رائې حق كاروي٬ د پولنګ عمل به سهار په اته بجې پېل كېږي او تر ماښام پنځو بجو پورې به روان وي٬ په پولنګ سټېشنو به د امنيت چارې ترسره كولو لپاره د پاك پوځ پشمول د پوليسو او نورو ا دارو اهلكار په ځائ كولې شي۔ د پاكستان د ټاكنو كميسون لخوا جاري شوي شېډول له مخې ضمني ټاكنې به په ټول هېواد كښې ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ په كومو حلقو كښې چې ټاكنې كېږي٬ په هغو كښې په خېبر پښتونخوا د حلقه اېن اے 35 بنو چوكې وزير??عظ?? عمران خان خالي كړې۔ دغسې په صوبائي حلقو كښې پی کے 3 سوات ،پی کے7 سوات ، پی کے 44 صوابی ،پی کے53مردان، پی کے61نوشهرہ ،پی کے64 نوشهرہ ،پی کے78 پې??ور?? پی کے97 ډی آئی خان او پی ??ے99 ډی آئی خان شاملې دي