اسلام آباد ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان راته د رېلوے غوره جوړولو ټاسك راكړې او هيله ده چې ددې ادارې ګټورې جوړولو كښې به كاميابي ترلاسه كړم۔ مونږ به رېلوے يوه ښه اداره جوړوو ولې چې د ښه رېلوے نه غېر هېواد پرمختګ كولې نه شي۔ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې شېخ رشيد ووئيل وزیراعظم عمران خان يو ايماندار او محنتي انسان دے۔ ده ووئيل د هېواد ځلمي ده سره مينه لري ولې چې هغوي ته معلومه ده چې وزيراعظم عمران خان د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه د رېلوے پرمختګ له كار كول وي۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې تر ټولو اول زه ملاتړ كوم ولې د رېلوے نه غېر دا منصوبه كاميابېدې نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل ?? بے نظیر بھټو او مریم نواز هېڅ موازنه كېدې نه شي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد اقتصادي ستونزې سره مخ دے او قومي معيشت مستحكم كول به د موجوده حكومت لويه كاميابي وي