كرتار پور(نارووال) 28 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محم??د قرېشي وئېلي دي پاكستان او هند له ټولې شخړې هوارولو لپاره ګټورې خبرې پكار دي٬خپل وسائل په بې روزګارۍ او د غربت په خاتمه لګول پكار دي٬په منطقه كښې د امن لپا??ه د كرتارپور راهدارۍ په ډول نور ګامونه هم پورته كول غواړي٬د كرتار پور راهدارۍ غو??تنه د څو لسيزو راهيسې كېده ٬مونږ هم غو??تل خو د پاك هند اړيكو دا اېساره كړې وه ٬دا زمونږ د حكومت تاريخي ګام دې۔د شورو په ورځ د كرتارپور راهدارۍ بنياد تېګه اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په دې دستوره كښې په ګډون كولو خوشحاله شوې يم٬د هند او نورو سيمو څخه راغلې سكھانو وروڼو او خوئندو ته هركلے وائيم۔ده ووئيل بابا ګرو نانك دلته د امن او مينې شمع بله كړې وه چې عمر له به ترې خلق استفاده كوي۔ده ووئيل د بابا ګرو نانك د امن په پېغام ځان پوهېه كول غو??ي ۔د دې پیغام خلاصه دا ده چې شريكه مېنه زياته كړې شي او د زړونو توروالې لرې او فاصلې راغونډې شي٬مونږ د شريكې فاصلې كمولو لپا??ه د راهدارۍ بنياد تېګه اېښودې۔ شاه محم??د قرېشي ووئېل بابا ګرو نانك 18 ك??له دلته تېر كړي او هغه د مينې او روادارۍ درس وركړی٬بابا ګرو نانك غوندې خلق د كوم يو ځايې يا سيمې سره تړل نه دي پكار۔ خارجه وزير ووئيل مذهبي رسومات د هر مذهب غو??تونكو لپاره كلتوري ورثه وي٬دين اسلام د مذهبي روادارۍ درس وركوي٬قائداعظم محمد علي جناح وئېلي وو تاسو آزاد يې٬خپلو مندرو ته تللو لپاره٬خپلو جوماتونو ته تللو لپاره٬ د رياست د كوم مذهب٬ذات ٬ نسل سره هېڅ كار نشته۔ده ووئيل كرتارپور ته راتلونكو ته د لاهور څخه 130 كلوميټره مزل كول وو٬اوس به صرف 3 نه تر 4 كلوميټره مزل كوي۔ شاه محم??د قرېشي ووئيل د څو لسيزو څخه دا غو??تنه كېده چې مونږ هم راهداري پرانستل غواړو خو د پاكستان او هند اړيكو مونږ ايسار كړي وو۔ وفاقې وزير ووئيل دا اقدام د حكومت تاريخي پېشرفت دے٬په ټوله نړۍ به د دې اثرات مرتب شي۔خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو لپاره ښه موقع ده چې د ټولو شخړو لپا??ه د مقصد وړ خبرې اترې وكړي۔ ووئيل خپل وسائل په بې روزګارۍ او د غربت په خاتمې لګول پكار دي٬په منطقه كښې د امن لپا??ه د