اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پ??كس??ان د پخواني دريځ څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې پ??كس??ان به خپلې دفاع لپاره كم نه كم دفاعي صلاحيت په ځاې ساتي٬په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي٬د داعش د خطرو مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې شريكې هڅې ضروري دي٬هغې دا خبرې د نهې پھ ورځ د اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې په سوئېلي آسيا كښې شخړه او مرسته- د لويو طاقتونو كردار په موضوع سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔خارجه سېكترې ووئيل چې پ??كس??ان په منطقه كښې د امن او استحكام په ځاې ساتلو په پالېسۍ عمل كوي۔په هېواد كښې د نوي حكومت جوړېدو نه پس وزيراعظم عمران خان په خپله وړومبۍ وېنا كښې د جمو او كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره هند ته د مذاكراتو وړاندېز كولو سره په سپينو ټكو وئېلي وو چې كه هند امن لپاره يو قدم مخكښې راشي نو پ??كس??ان به دوه قدمه مخكښې ورشي۔هغې ووئيل چې د كرتار پور لارې پرانسته د پ??كس??ان لخوا د امن مقصد لپاره د پرمختګ د پ??كس??اني عزم څرګندونه ده٬د دې لارې پرانستلو غوښتنه نه يوازې د هند بلكې په ټوله نړۍ كښې د مېشته سكهانو پخوانۍ غوښتنه وه۔پ??كس??ان د ذمه وارۍ څرګندونه كول سره اقدامات كړي خو له بده مرغه هند امن لپاره د پ??كس??اني اقدام ځواب نه دې وركړی٬هند د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ملاقات منسوخ كړو۔هغې ووئيل چې پ??كس??ان د جمو كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره د جامع مذاكراتو څو ځله وړاندېز كړی۔هغې ووئيل چې هند د امريكې او اسرائيل نه جديد وسله ترلاسه كوي۔د پ??كس??ان او چين د اړيكو ذكر كولو سره خارجه سېكترې ووئيل چې دواړه هېوادونه د لسيزو څخه سدابهار دوستي او د مرستې په بنياد اړيكې لري۔د پ??كس??ان او چين د اقتصادي لارې په شكل كښې په هېواد كښې په بېلا بېلو پروژو كار روان دې٬د دې ګټه ??ه نه يوازې د دواړو هېوادونو اولس بلكې منطقې ته هم ورسي۔د وزيراعظم عمران خان د چين اوسنۍ دورې حواله وركولو سره هغې ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره دا دوره ډېره مهمه وه۔د وزيراعظم د چين مشرانو سره ګټور ملاقاتونه شوي۔چين په پ??كس??ان كښې په لويه پيمانه سرمايه كاري كوي۔د افغانستان ذكر كولو سره خارجه سېكترې ووئيل چې پ??كس??ان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔پ??كس??ان په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ضرورت د دې خبرې دې چې په دې لړ كښې ټول ګاونډي او سيمه ايز هېوادونه هم خپل كردار ترسره كړي۔هغې ووئيل چې پ??كس??ان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې دي۔