اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شهباز شريف كه د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن عهده قبوله نه كړ?? نو دا به ښه وي۔ د اسمبلۍ چلولو لپاره د مخالفې ډلې غوښتنه منلې شوې۔ حكومت د هېواد پرمختګ او معاشي منزل ترلاسه كولو له ټولې هڅې كاروي۔ ده د جمعې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ په چيئرمېن صلا يوه شوې۔ په اخلاقي توګه بايد داسې ونشي چې د مشر ورور آډټ دې كشر ورور وكړي۔ شهباز شريف كه د چيئرمېن عهده قبوله نه كړ?? نو دا به ښه وي۔ شهباز شريف بايد په اخلاقي توګه دا عهده ??ل چاله وركړي۔ ده ووئېل حکومت اسمبلۍ چلولو له د اپوزيش?? غوښتنه قبوله كړې۔ د اپوزيشن لخوا بلېك مېلنګ شوې۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د پاكستان تحريك انصاف ګوند د منځومانۍ طب??ې ګوند دے۔ حكومت په ضلعي كچه د سكولونو پياوړتيا له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئېل نجي سكولونه اولس لوټ كوي۔ د زياتو فيسونو په وصولولو چيف جسټس د فيس كمولو امر كړې دې۔