اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم پرفارمنس ډيلوري ي??نټ(پي ا??م ډي ي??)د حكومتي ادارو اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د اولسي ګيلو مناسب حل لپاره د پاكستان سټزن پورټل لخوا پ?? منظور شوو اصولو او شرائطو عمل وكړی شي۔تېره ورځ د وزارتونو او د محكمو د سېكترانو او صوبائي سېكترانو سره سره د پوليس انسپكټرز جنرل په نوم په ليكلې خط كښې وئېلي شوي په سوشل مېډيا د اولس اندېښنو په اړه د شكاياتونو په رڼا كښې پي ا??م ډي ي?? ته دا ټاسك وركړی شوې چې ??غوي د شكايات جامع جاج واخلي او د غفلت كوونكو په اړه راپور وړاندې كړي٬د پي ا??م ډي ي?? په مشاهده كښې راغلې چې ??ه داسې يو شمېر شكاياتو چې بايد په هغې د اصولو او د شرائطو له مخې عمل شوې ؤ پ?? مناسب انداز نه خپلولېږي٬ دا خبره هم په مشاهده كښې راغلې چې داسې يو شمېر شكايات هم شته كوم چې اړوندو حكومتي محكمو ته وړاندې نه لېږلې كېږي۔د خط د لارې ټولو ته وئېلي شوي چې ??غوي جائزه رپورټ ته د حتمي شكل وركولو نه وړاندې د حل شوو شكاياتو بېرته جاج واخلي كوم چې د دوي په ډيشبورډ موجود وو