اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير محمد فېصل واو??ا وئيلي دې دیامر بھاشا ??ند لپاره 86 فيصده زمكه اغستې شوې ٬ دې كښې 17 زره 429 اېكړا سركاري زمكه د معاوضې نه غېر او 14 زره 710 اېكړا نجي زمكه ده چې معاوضه ئې وركړې شوې ده۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شېخ روحیل اصغر د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دیامر بھاشا ??ند لپاره 19 زره 62 اېکړا زمكه سرکاري او 18 زره 357 ایکړا نجي زمكه اغستې دي۔ د ډاكټر مهرین رزاق بھټو په پوښتنه محمد فېصل واو??ا ووئيل منګلا بند٬ ست پاره بند پراختيا او د اوبو د نورو ذخيرو جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ د مومند بند پرانسته كېدونكې ده٬ خپلو او پردو دې له د مسائلو پېدا كولو هڅې كړې دي۔ ده ووئيل داسو بند لپاره به 9875 اېكړا زمكه ترلاسه كولې شي تر اوسه 740 اېكړا زمكه اغستې شوې ٬ دې بند څخه به 4320 مېګاٶاټ ??رې??نا پېدا كېږي او په دې به په دوه پړاٶنو كښې عملدرآمد كولې شي٬ ده ووئېل وړومبي پړاٶ كښې به 2160 مېګاٶاټ ??رې??نا پېدا كېږي او دې لپاره د 218اربه 54 كروړه روپو د اېف اي سي سره د پي سي ون لپاره منظوري وركړې شوې