اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاكستان د سموګ او اوبو كمي په شمول د چاپېرچل يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے ٬ مقابلې له به ئې سائنسي س??ارتكاري فعاله او د نتيجې وړ جوړولې شي۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې د سائنسي س??ارتكارۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په خارجه وزارت كښې د لوړې كچې بېن التنظيمي غونډه كښې د سائنسي س??ارتكارۍ پېل شوې۔ غونډه كښې د روغتيا ٬ تعليم ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ موسمياتي بدلون او فوډ سېكورټي څانګو سر?? اړوندو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د سائنسي س??ارتكارۍ غونډه كښې ګډون كوؤنكو چارواكو ته هركلې اووې۔ شاه محمود قرېشي غونډه ته خطاب كښې ووئي?? مونږ څه موده وړاندې د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه معاشي س??ارتكاري پېل كړې وه او نن د لوئې څښتن په فضل سائنسي س??ارتكارۍ پلو روان يو۔ د بده مرغه دلته تعليمې څانګو ته ډېر كم پام كولې شي۔ ده ووئي?? مونږ تر ټولو غوره كسان لرو۔ مونږ سره نوموړي سائنسمدار او تعليمي پوهان شته د كومو مرسته چې مون?? لپاره او دې هېواد لپاره ډېره ګټه وره ثابتېدې شي۔ ده ووئيل خارجه چارو لپاره اېډوائزري كونسل كښې مو پوهان شامل كړې دغسې چې د دوئي د تجربو څخه ګټه پورته كړې شي۔