جدہ 29 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان امن او استحکام د حرمېن شریفېن مقدسې زمكې امن او استحكام سره تړلې دے٬ كه د دغې مقدسې خاورې احترام يا سلامتيا كوم خطر سره مخ شوه نو پاكستان به سعود?? عربستان سره ودرېږي۔ د دې خيالاتو څ??ګن??ونه ده د شورؤ په ورځ جده كښی د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په مهال خپل سعودي همڅنګ ډاكټر ابراهيم عبد العزيز العساف سره د خصوصي مل??قا?? په مهال خبرو كښې وكړه۔ د خارجه دفتر ترمخه د مل??قا?? په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د سيمې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څ??ګن??ونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د پاکستان امن او استحکام د حرمېن شریفېن مقدسې زمكې امن او استحكام سره تړلې دے٬ كه د دغې مقدسې خاورې احترام يا سلامتيا كوم خطر سره مخ شو نو پاكستان به سعود?? عربستان سره ودرېږي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې د پاكستاني اولس په زړونو ژور نقشونه پرېښودلې دي او د ده د سعود?? عربستان زندانونو كښې د بنديوانو 2107 پاكستاني وګړو د ??وش?? كولو اعلان د دوئي زړونه ګټلي دي۔ خارجه وزير خپل سعودي همڅنګ ته خواست وكړو چې ددې بنديوانو زر تر زره را??وش?? كولو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پلوامه پېښی څخه وروستو د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالې وضعې په مهال د سعود?? عربستان د مصلحت كردار ستائلو سره غوښتنه وكړه چې او آئی سی كښې د هند شموليت په هېڅ ډول د قبلولو نه دې۔ خارجه وزير پاكستانيانو لپاره د حج كوټې تر 2 لكه په زياتولو د سعودي همڅنګ مننه وكړه۔ ده خپل سعودي همڅنګ سعود?? عربستان كښی مېشته ورك فورس او زده كوؤنكو ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو او ده ته ئې دې پلو د خاص پام ګرځولو خواست وكړو۔ سعودی خارجه وزير د خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې په ګډون كولو د مخدوم شاه محمود قرېشي مننه كولو سره ده ته پاكستاني كميونټي ته د پېښو مسئلو زر تر زره حل كولو كښې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو