اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ع??شق اعوان وئيلي دي چې د رانا ثناالله لخوا ذاتيات په نښه كول په خپله دفاع كښې د دلائل نه لرلو ثبوت دے٬ مخالفه ډله د خپلو كارنامو په وجه جېل ته روانه ده٬ قوم دومره لويو دروغجنو سره مخ دے چې په خپلو كښې ئې بيان هم نه يو كېږي٬ نيم غله په جېلونو كښې بېمار او نيم د هېواد نه فرار دي۔ د خالي په ورځ د رانا ثناالله په بيان غبرګون ښودلو سره هغې ووئيل چې د شريفې كورنۍ چېله كوونكي سند لرونكي دروغجن دي٬ بهتان او تورونه لګول د دوي پخوانې عادت دے۔ ه??ې ووئيل چې يو قانوني نوټس سره رانا صاحب آرام نه دې موندلې٬ كېدے شي چې هغه ته د نورو داروګانو ضرورت وي۔ ډاكټر فردوس ع??شق اعوان ووئيل چې مخالفه ډله د خپلو كارنامو په وجه جېل ته روانه ده چې كله د دوي ليډران نېب يا جېل ته لاړ شي نو بيمار شي٬ چې د جېل نه ووځي نو روغ رمټ او صحت مند شي۔ لندن ته رسېدو سره ئې صحت قابل رشك شي۔ ه??ې ووئيل چې قوم دومره لويو دروغجنو سره مخ دے چې په خپلو كښې ئې بيان هم نه سمېږي٬ نيم غله په جېلونو كښې بېمار او نيم د هېواد نه فرار دي۔ ه??ې ووئيل چې رانا صاحب دې فكر نه كوي لا خو د ماډل ټاؤن د قاتلانو حساب پاتې دے۔