اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې ??وس??ي حكومت سره د سختو حالاتو په بجټ كښې ټولو څانګو ته پام كړے٬ په بجټ كښې ټاكل شوي د ټېكس اهداف ترلاسه كېدو سره به معيشت مستحكم شي او هېواد به د پرمختګ په لار روان شي٬ د راتلونكو پنځو كلونو په مهال به د ملازمتونو يو كروړ موقعې وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د راتلونكي مالي كال 20-2019م په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقي وزير ووئ??ل چې بجټ د هېواد د معيشت د اړخ ټاكنه كوي٬ د حكومت وژن پاليسي وي٬ چين څلوېښت كاله وړاندې اصلاحات كړي دي۔ ده ووئ??ل چې كله ??وس??ې حكومت جوړ شو نو د هېواد د تاريخ تر ټولو زياته كرنټ خساره 20 اربه ډالر ??ه۔ د بجټ مالياتي خساره 2.3 كهربه روپې ??ه۔ دا ډ??ر لوي چېلنج و۔ ده ووئ??ل چې ??وس??ي حكومت د كرنټ اكاؤنټ خساره د 20 اربه نه 12 نيم ارب ته راټيټه كړې۔