اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان د پ??كس??ان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ حكومت ته په ورثه كښې د پاتې شوي پ??كس??ان تصوير كشي كولو سره وئيلي دي چې څومره د تعجب خبره ده چې نامتو ليكوالې اېني رېنډ د نن نه 60 كله وړاندې چې څه ليكلي و ٬ هغه د پ??كس??ان اوسنيو حالاتو سره څوهره مشابه دي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم د پ??كس??ان په صورتحال تبصره كولو سره د اېني رېنډ د تحرير حواله وركړه په كوم كښې چې هغې ليكلي و چې كله تاسو ووينئ چې كوم هم كار﴿تجارت﴾ په رضامندې نه بلكې د مجبورې له مخې كېږي٬ چې كله تاسو ووينئ چې څه كولو ﴿د څيز تيارولو﴾ لپاره د هغو خلقو نه اجازه اخستل وي چې په خپله ئې څه نه و?? كړي﴿ جوړ كړي﴾٬ كله چې تاسو ووينئ چې پېسه هغو سره وي كوم ئې چې خېر ښېګړې لپاره د كارو??و په ځائ خپلې ګټې لپاره كاروي٬ كله چې تاسو ووينئ چې خلق په محنت د امير كېدو په ځائ لوټ مار او اقربا پرورې سره دولت مند كېږي او ستاسو قانون هم د دوي په ضد تاسو ته د تحفظ وركو??و په ځائ دوي ته تحفظ وركوي٬ كله چې تاسو ووينئ چې بدعنوانې ته انعام وركول كېږي او ديانتدارې ته د خپل ذات قرباني وركول وي نو تاسو پوهه شئ چې ټولنه د تنزلې په پلو رونه ده۔