واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د خوراك او د روغتيا څانګې څخه د سرمايه كارو ډلې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كوونكو سرمايه كارو كښې د ټېكساس څخه اسلم خان٬ ډاكټر باسط جاوېد٬ ډاكټر عابد شېخ او ډاكټر مبشر چوهدري شامل وو۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د بحري چارو وزير علي حېدر زېدي٬ د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو او د انساني پرمختګ د وسيلو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري هم موجود وو۔ سرمايه كارو د خوراك او روغتيا په څانګه كښې بهترې لپار?? په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ دوي په پاكستان كښې د طبي اسانيو بهتر كولو او په خاص توګ?? په كليوالو سيمو او سپېشلائزډ څانګو كښې د سهولياتو دائره كار په بهتر كولو خب??ې وكړې۔ دوي په دې هم خب??ې وكړې چې څنكه پاكستاني نژاد فزيشن پاكستان ته تللو سر?? د ??ميونټې مرسته كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د روغتيا په څانګه د تجويز شويو اقداماتو هركلې وكړو او د غېر ملكي سرمايه كارې د ودې په غرض سازګار ماحول پېدا كولو لپاره ئې د حكومت هڅې په ډاګه كړې۔ وزيراعظم د پاكستاني نژاد ډاكټرانو د كردار او د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د دوي عزم وستائيلو۔ وزيراعظم دوي ت?? په دې لړ كښې د بشپړه اسانيې وركولو باور وركړو۔