اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د ماليزيا خپل همڅنګ ډاکټر مهاتير بن محمد سره ټېلي فوني تماس سره مهاتير محمد د مقب??ضه کشمير د اوسني صورتحال نه خبر كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ټېلي فوني تماس په مهال وئيلې دي د هند د مقب??ضه کشمير حېثيت پحقله اعلان د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد دے ٬ د دې غېر قانوني اقدام سره به د منطقې امن او سلامتيا وځپلې شي او د ت??وي??اتي صلاحيتونو وړ د دواړو ګاٶنډي هېوادونو ترمېنځه به حالات نور خراب شي ۔ په دې موقع وزيراعظم مهاتير محمد ووئيل ماليزيا د مقب??ضه کشمير د صورتحال په غور جاج اخلي او په تماس كښې به وي۔ ده ووئيل زه به په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په موقع وزيراعظم عمران خان سره ملاقات ته سترګې په لار يم