اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) هندي دوهم هائي كمشنر آهلو واله يو ځل بيا خ??رج?? دفتر ته رابللو سره ده ته د هندي ځواكونو لخوا په اېل او سي د جنګ بندۍ په سختو خلاف ورزيو شديد احتجاج رېكارډ كړې شو۔ د خ??رج?? دفتر وياند له مخې د سوئيلي آسيا او سارك ډائرېكټر جرنل ډاکټر محمد فېصل د هند دوهم هائي کشمنر ګوروف آهلو واله د جمعې په ورځ خ??رج?? دفتر ته راو بللو او په لسم اكتوبر د هندي ځواكونو لخوا د اېل او سي په شاردہ، نېزہ پير، ستوال او باګسرسيکټرز كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزي كولو سره د ناتاره ډزو غندنه وكړه۔ د هندي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې لس كلن ماشوم فېضان ولد فېض مير شهيد او د شپږ ماشومانو او دوه مېرمنو پسمول 16 وګړي ژوبل شوې دي۔ وياند ووئيل هندي ځواكونو په اېل او سي او وركنګ باٶنډري سول آبادۍ د مارټر او آټومېټك وسلو د لارې په نښه كوي۔ ده ووئيل قصداً سول آبادي په نښه كول خفګاني او د انساني وقار او بشري حقونو د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل د هند لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خَطر دي كوم چې د تزويراتي غلط فهمۍ سوب ج??ړېدې شي۔ ده په هند زور رواړو چې ھغوي دې د كال 2003 د جنګ بندۍ د لوظنامې احت??ام وكړي او د جنګ بندۍ د موجودو او نورو پېښور دې پلټنې وكړي او خپلو ځواكونو ته دې د جنګ بندۍ په حقيقي توګه د احت??ام كولو امر كولو سره په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري امن په ځائ وساتي۔(ګ ل