اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د توان وفاقی وزیر عمر ایوب خان وئيلي دي چې چین د پاکستان اقتصادی راهدارۍ ترمخه ګوادر كښې آئل ریفائنری جوړلو لپاره تکنیکی پوهانو خذمات ترلاسه كولو عمل شوې دې، د تیل درآمدی بل كښې به د كال درې اربه ډالره بچت وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده عرب نیوز سره خپله مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل آئل ریفائنری لپاره د تکنیکی پوهانو خذمات ترلاسه كولو عمل به په درې مياشتو كښې بشپړ كړې شي۔ دا په پاکستان كښې د سعودی سرمایه کارۍ وړومبې پړاؤ دې او په دې لړ كښې د اهداف ترلاسه كولو نه پس به دويم پړاؤ كښې سرمياه كاري پيل شي۔ ده ووئي?? د ??عودی عرب په مرسته د توان په څانګه كښې د 14 اربه 50 ??رو??ه ډالره په منصوبو كار پيل شوي او دې سره به پاکستان ته تر 2030ء انرجی مکس تر 30 فیصد د ت??ديد وړ توان ته رسولو كښې مرسته وشي۔ ده ووئي?? د ??رېښنا په څانګه كښې د سعودی سرمایه کارۍ ترمخه بلوچستان كښې د څلور نيم اربه ډالره لګښت سره د ت??دید وړ توان 500 میګاواټه پروژې لګولې شي دغسې په ګوادر كښې د آئل ریفائنری په لويو منصوبو به 10 ارب ډالره سرمایه کاری كېږي كومه چې د سعودی ولی عهد د پاکستان دورې په مهال د 20 اربه ډالره سرمایه کارۍ اعلان برخه ده۔ ده ووئيل دا مهال په قامی ګرډ د ت??ديد وړ توان برخه تقریباً 5 نه تر 6 فیصده ده۔ د سعودی عرب ولی عهد شہزادہ محمد بن سلطان د دورې په مها?? د ??واړه هېوادونو ترمينځه د برېښنا او تيل په څانګه كښې د 20 اربه ډالره سرمایه کارۍ په لوظنامو لاس ليك شوي۔ عمر ایوب خان ووئي?? د ??رېښنا چې كومې پروژې پيل كېږي په هغې كښې په بلوچستان كښې حبېب اﷲ کوسټل پاور اسټېشن د 200 میګاواټه سولر پاور پلانټ او درې نورو ضلعو كښې د 100، 100 میګاواټه پلانټونه به لګولې شي۔ عمر ایوب خان ووئيل سعودی عرب او پاکستان د بلوچستان ځائې وسائلو څخه استفادہ كولو او د تیل او ګاز په څانګه كښې د يو بل مرسته كوي او پاکستان كښې د تيل او ګاز لټون له به تقریباً 40 بلاکس نیلام كولې شي