اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ??ردوس عاشق اعوان وئيلي دي د نوازشريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره په تګلاره عمل روان دے٬ د آصف زرداري كورنۍ بايد په ميډيا د بيانونو وركولو په ځائ قانوني لاره خپله كړي، د ضلعي ع??ال??ونو د حالت زار نه وفاقي كابينه ??بر كړې شوې ٬ وزيراعظم د قانون وزير په مشرۍ كښې خاص كمېټي جوړه كړې٬ د مولانا فضل الرحمٰن صلاحيتونه ټولو ته په ورمخې ته شوي ٬ د ھغه لوبغاړي په مېدان كښې موجود دي خو همت ئې بېللې ٬ مخالفه ډلې دې څلور كال انتظار وكړة ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په د اسلام آباد هائي کورټ نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ډاکټر ??ردوس عاشق اعوان ووئيل د هر ډول منصوبې ترسره كولو لپاره د مالي وسائلو شته والې ضرورې دے٬ د اسلام آباد د ضلعي ع??ال??ونو د حالت زار نه وفاقي کابينه ??بر كړې شوې ٬ ټول په دې خبره متفق دي چې د ضلعي ع??ال??ونو حالت سم نه دے۔ دې ووئيل وزيراعظم د قانون وزير په مشرۍ كښې خاص كمېټي جوړه كړې چې پكښې به د وكيلانو نمائندګان هم شامل وي۔ خاص مرستيالې ووئيل کمېټۍ به د سائلينو او د ع??ال??ونو سره د دواړو ډلو تجويزونه حكومت ته وړاندې كوي٬ حکومت په هره څانګه كښې په اصلاحاتو عمل كوي۔ دې ووئيل د ع??ال??ونو او نېب په امر د هر كس نامه په اي سي اېل كښې د اچولو او وېستلو پرېكړه كېږي٬ د نوازشريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو لپاره په تګلاره عمل روان دے ۔ دې ووئيل نوازشريف د نېب ملزم دے حکومت د نجي په ځائ د سركاري ميډيكل بورډ تجويزونه قبولوي۔ ډاكټر ??ردوس عاشق اعوان ووئيل كه آصف زرداري رنځور وي نو ھغه دې د قانون له مخ?? درخواست وركړي او د ھغه كورنۍ دې د بيان بازۍ په ځائ قانوني لاره خپله كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر ??ردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت د خ??اهشاتو له مخې نه چلېږي بلكې په آئين او قانون عمل كوي ۔ دې ووئيل مولانا فضل الرحمن په فل ټاس بال د کريز نه بهر چهكې لګولې او د ھغوي صلاحيتونه ټولو ته معلوم شوي٬ د ھغه لوبغاړي په مېدان كښې دي خو همت ئې بېللې ۔ دې ووئيل د پرلت ځائ خوا اوشا اوسېدونكو خلقو ته د آزاد ژوند حق وركول پكار دې٬ د دوي ماشومان هم بايد هم سكول ته لاړ شي۔ ډاکټر ??ردوس عاشق اعوان ووئيل كاركنان په مېدان كښې او مولانا فضل الرحمان په آرام لرونكې بړستن كښې دے كوم چې ښكاره تضاد دے۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان او پاکستان لازم او ملزوم دي٬ د مخالفې ډلې غړي دې د ټولټاكنو څلور كاله انتظار وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل ع??ال?? نواز شريف له د ميډيکل بورډ په سفارش په ميرټ ضمانت وركړې ۔ ډاكټر ??ردوس عاشق اعوان ووئيل په ميډيکل بورډ كښې پوهه ډاكټران وي او هغوي د سياست سره هېڅ تعلق نه لري