اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د تعليمي وظيفو اهميت څخه هر كس خبر دے٬د تعليم وظيفو په وركولو كښې به سپيځلتيا په هر ډول باوري كولې شي٬د كورنۍ په تربيه كښې لوستې مېرمن بنيادي كردار لري ۔”احساس انډرګريجوېټ پروګرام”كښې د مېرمنو زده كوونكو لپاره نيم په نيمه وظيفې مقرر كرې شوي كوم چې خوشبينه اقدام دے۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ډاكټر عارف علوي د لوړو زده كړو په كمېس??ن كښې”احساس انډر ګريجوېټ پروګرام”له مخې د وائس چانسلر كمېټۍ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔اولس مشر ووئيل ما د زده كړو په مهال د قابليت په بنياد تعليمي وظيفه ترلاسه كړی وه او وړومبنې ماسټر ډګري مې د تعليمي وظيفې د لارې بشپړه كړی وه ۔ده ووئيل ځكه زه د تعليمې وظيفې د اهميت نه خبر يم او د دې اهميت څخه انكار نشي كېدې۔اولس مشر ووئيل د احساس انډر ګريجوېټ پروګ??ام له مخې د تعليمې وظيفو وركولو دا وړومبې پروګ??ام پیل كړی شوې چې له مخې يې 50 زره څخه زياتو زده كوونكو ته به هر كال تعليمي وظيفې وركولې شي۔ده ووئيل لوستې مېرمنې د كورنۍ په تربيه كښې مهم كردار ادا لري او د احساس پروګ??ام له مخې 50 فيصده تعليمي وظيفې مېرمنو زده كوونكو لپاره بېلول خوشبينه اقدام دے۔ده ووئيل ډاكټر ثانيه نشتر د احساس پروك??ام له مخې په پېل كړی دې مهم پروګ??ام د مباركۍ مستحق ده۔ده ووئيل د احساس پروګ??ام او بېنظيرانكم سپورټ پروګ??ام د لارې جې د غريبو كورنيو كفالت ل?? چې كومه تګلاره خپله كړی شوې دغې له د پروګ??ام سپيځلتيا ډېر اهميت لري ۔ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې لوستې مېرمنې د تعليم بشپړولو نه وروستو د كورونو په ذمه وارو كښې بوښتې شي كوم چې پخپل ځاې اهميت لري خو د ټولنې رغونې او پرمختګ كښې عملي كردار تر سره كو??و لپاره د دوي ډاډګيرنې ته اړتيا ده ۔په دې موقع د احساس پروګ??ام چيئرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر هم وېنا وكړه او د “احساس انډر ګريجوېټ پروګرام” په بنيادي خدوخال ئې رڼا واچوله