اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پارلمېنټ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ وئيلي دي تر كومې چې د پي اے سي پرېكړو له مخې د جزا او سزا نظام مؤثر نه شي حالات ښه كېدې نه شي۔ پی اے سی نېب او اې?? آئی اے څخه د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ لخوا د لېږلې شوو ټولو مالي بې قاعدګو په كېسونو د شوي تاريخ وار پېشرف راپور غوښتې او آډيټر جنرل ته ئې امر كړې چې د كرتارپور راهدارۍ تفصيلي آډټ دې وكړې شي۔ د آډيټر جنرل آف پاكستان لخوا پي اے سي ته ووئيلې شو د تېرو 18 مياشتو په مهال د 53 اربه روپو ريكوري شوې ۔ د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د چيئرمېن پي اے سي رانا تنوير په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو اقبال محمد علی خان، خواجه محمد آصف، شیری رحمن، نورعالم خان، شاهدہ اختر علی، راجه ریاض احمد خان، شبلی فراز، مشاهد حسین سید، سردار ایاز صادق، ثناء اللہ مستی خیل ، راجه پروېز اشرف، سیمی ایزدی، سید نوید قمر او د سید حسېن طارق په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ چئيرمين ووئيل د بده مرغه نېب او اې?? آئي اے دواړه د پي اے سي لخوا په لېږلې شوو مقدمو كار نه كوي۔ دا خبره دې باو??ي كړې شي چې دا ادارې به كار كښې خوښي لري۔ شیری رحمن ووئيل ذېلي كمېټيو د 80، 80 لکھ روپو ريكو??ي كړې ۔ رانا تنویر حسېن ووئيل پخوا د چوهدري نثار او خورشيد شاه په مشرۍ كښې پبلك اكاؤنټس كمېټيو د اربونو روپو ريكو??ي كړې ۔ آډیټر جنرل آف پاکستان پی اے سی ته بريفنګ كښې ووئيل تېرو 18 مياشتو كښې پي اے سي د 53 اربه روپو ريكو??ي كړې ۔ پبلک اکاؤنټس كمېټۍ آډیټر جنرل ته امر وكړو چې د كرتار پور راهدارۍ آډټ دې وكړې شي۔ سردار ایاز صادق ووئيل د كرتار پور راهدارۍ مالياتي او په قاعدو او ضابطو د عملدرآمد په حقله دې هم آډټ وكړې شي۔ آډیټر جنرل ووئيل كه مونږ ته ريكارډ راكړې شو نو آډټ به وكړو۔ شبلی فراز ووئيل د پي اے اسي د پرېكړو له مخې د بې ضابطو كوؤنكو كسانو په ضد كه ك??مه كارروائي نه كې??ي نو پي اے سي به هم كمزورې شي۔ رانا تنویر حسېن ووئيل د محكمانه آډټ كمېټيو په راپور دې جزا او سزا تعين كړې شي۔ پی اے سی په پوښتنه آډیټر جنرل ووئيل د نېب او اې?? آئي اے هم آډټ وي۔ سناتور شېري رحمن ووئيل كه د قواعدو په ضد د كار كوؤنكو په ضد كارروائي ونكړې شوه نو هېواد كښې به حالات ښه نشي او يوازې په ريكو??ي كولو كار نه كې??ي