اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپ??ره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې موجوده حکومت ميډيا د رياست په باقاعده توګه ستن تسليم كړې ده٬ ميډيا دې د نورو ستنو احتساب سره سره د خود احتسابۍ عمل هم موثره كړي٬ ميډيا د حاضر دور تقاضو سره سمولو له به د كار استعداد زياتول وي۔ انفارمېشن سروسز اکي??مي دې د ګرد هېواد د پوهنتونونو د ماس كميونيكېشن زده كوٶنكي د خپل پلېټ فارم د قامي سلامتيا تحفظ اقداماتو سره پېوست كړي۔ دا خبرې دې د جمعې په ورځ انفارمېشن سروسز اکيډمۍ كښې د دوه ورځني ميډيا وركشاپ د پائې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتره زاهده پروين، پي آئي او رائے طاهر حسن او د انفارميشن ګروپ سينئر افسر ظهور برلاس هم موجود ٶ۔ په دوه ورځني ميډيا وركشاپ كښې د څلورو واړو صوبو ٬ د ګلګت بلتستان د انفارمېشن افسران او د ميډيا هاٶسز نمائندګانو برخه واخسته۔ دستورې ته خپله وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په جديد دور كښې د ميډيا اهميت زيات شوې دې٬ ميديا هر وخت مهم خبرونه خپروي٬ دې ووئيل د جديد تقاضو له مخې د ميډيا د كار استعداد كښې اضافه ضروري ده ٬ په پاکستان كښې د نجي ټي وي چېنلز شمېره منطقه كښې د نورو هېوادونو نه ډيره زياته ده۔ دې ووئيل پېمرا ټي وي چېنلز رېګولېټ كولو لپ??ره جوړه كړې شوې ده اوسنې دور د سوشل ميډيا دے۔ دې ووئيل د ميډيا څانګې زده كوٶنكي دې انفارمېشن سروس اكېډمۍ ته راوبللې شي او د قامي سلامتيا د حساسيت نه دې خبر كړې شي۔ دې ووئيل رېټنګ لپ??ره چېنلز په مهمو معاملو كښې د ګنګوسو او م??ال??ه آرائيو سهارا اخلي په دې معاملو كښې ذمه وارانه كردار ضروري دې او دې سره سره په ميډيا كښې د رېټنګ كلتور حوصله شكني پكار ده ۔ دې ووئيل د انفارمېشن سروسز اکې??مي ري سټرکچرنګ او دلته په باقاعده توګه د تربيې پروګرامونو لپ??ره به كال 21-2020 كښې فنډز بېلولې شي٬ دا اكې??مي يوازې د انفارمېشن ګروپ د افسرانو تربېي له ونه كارولې شي بلكې د ټولو پوهنتونونو د ماس كميونيكېشن څانګې زده كوٶنكو تربيې له دې هم وكارولې شي۔ ډاكتر