اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د ځنګلونو نړيواله ورځ د خالي په ورځ ولمانځلې شوه۔ ددې ورځې مقصد د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د اونو او ځنګلونو اهميت په ډاګه كول دي۔ د نړيوالې ورځې مناسبت سره د آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستنان په شمول څلورو واړو صوبو كښې د سركاري او غېر سركاري ادارو او تنظيمونو لخوا د خاص ګامونو ترسېوري لاندې اولس د ځنګلونو د اهميت او افاديت په اړه خبر كړې شول۔ د روان كال په مهال ددې ورځې سرخط ”جنګلات اور حیاتیاتی تنوع” غوره كړې شوې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ددې ورځې لمانځلو پرېكړه د كال 2012ﺀ په 21 مارچ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې شوې وه او دغې څخه وروستو هر كال ګرده نړۍ كښې دا ورځ د مارچ په 21 مه نېټه لمانځلې شي