اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) آئي اېم اېف ا??تظامي بورډ د کرونا وائرس وباء مخنيوي هلو ځلو په لړ كښې د نړۍ 25 غريبو هېوادونو لپاره د قرض په ادا كولو كښې د سهولت وركولو منظوري وركړې ۔ د آئي اېم ايف منېجنګ ډائريکټر کرسټالينا جوارګيوا د نهې په ورځ خپ?? يو بيان كښې وئيلي دي د نړۍ 25 غريبو هېوادونو لپاره د قرض په ادا كولو كښې سهولت وركړې شوې خو دغه هېوادونه خپ?? محدود وسائل د كرونا وباء مخنيوي په هلو ځلو استعمالولې شي۔ آئي اېم اېف چې كومو هېوادونو ته دا آسانۍ وركړي په ھغې كښې زياتره ا??ري??ائي هېوادونه دي خو په فهرست كښې افغانستان، يمن، نيپال اوهېټي هم شامل دي ۔ د آئي اېم اېف د انتظامي بورډ د پرېكړې له مخې دغې هېوادونو ته د مئي د وړومبۍ نيټې كال 2020 نه تر جون 2021 قرض ادا كولو سهولت وركړې شوې۔ په دې لړ كښې مالي ??عاونت د آئي اېم اېف د افتونو محدود كولو په ضد د جوړ كړي ريليف فنډ (سي سي آر ټي) څخه وركولې شي۔ د آئي اېم اېف منېجنګ ډائريکټر مرسته كوٶنكو هېوادونو او اېجنسو څخه په فنډ كښې د زياتو عطياتو وركولو نه علاوه د واجب الادا قرض ادا كولو كښې د لږ نه لږ تر دوو كالو د رعايت وركولو غوښتنه هم كړې ده