اسلام آباد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) اسلامك ډوېلپمنټ بنك د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ په سخت وخت كښې پاكستان سره د مرستې كولو باور ور??ړے۔ د بنک ??خوا انټرنېشنل اسلامک ټرېډ فنانس کارپورېشن (آئی ټی اېف سی) ته تېل او اېل اېن جي درآمد كولو له په سمدستي توګه د 500 ملينه ډالرو او د وباﺀ اثرات مخنيوي له د 150 ملینه ډالرو مرستې ته د حتمي شكل ور??ولو هدايت شوے۔ دا خبره د بنك صدر ډاكټر بند اېم اېچ حجر د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيا سره د وېډيو كال په مه??ل وكړه۔ د بنک صدر ډاکټر بندر اېم اېچ حجر د وفاقي وزير مننه كولو سره ووئيل اسلامك ډوېلپمنټ بنك به د وباﺀ منفي اثرات مخنيوي له د پاكستان حكومت او اولس بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل د بنك بورډ آف ډ??ئر??كټرز غړو هېوادونو له په ابتدائي توګه د 2.3 اربه ډالرو د مرستې پېكج منظوري ور??ړې۔ ده ووئيل د بنک ??خوا انټرنېشنل اسلامک ټرېډ فنانس کارپورېشن (آئی ټی اېف سی) ته د تېلو او اېل اېن جي درآمد كولو له په سمدستي توګه د 500 ملينه ډالرو او د وباﺀ اثرات مخنيوي له د 150 ملینه ډالرو مرستې ته د حتمي شكل ور??ولو هدايت شوے۔وفاقی وزیر پاكستان ته په خاص ترجيح ور??ولو د اسلامك ډوېلپمنټ بنك ګروپ صدر ستائنه وكړه۔ ده غړو هېوادونو سره د مرستې اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل غړو هېوادونو كښې په اولسي خېر ښېګړه د اډانه هدفونو ترسره كولو كښې بنك ټول عمري مثبت كردار ترسره كړے۔ دواړو لارښودو د پاكستان او اسلامك بنك ډلې ترمينځه وړاندې څخه د راروانو اړيكو او په خاص توګه د وباﺀ مخ نيوي په هلو ځلو كښې مرسته لا مضبوطولو له د خپل لوظ پخلے وكړو۔