اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) چیئرمین لیفټیننټ جنرل محمد افضل وئيلي دي د كورونا وائرس وباﺀ څخه بچ كيدو ??پا??ه چین څخه اخستلې يو لكهه ټنه څخه زيات طبی سامان پاكستان ته رارسيدلې دے ، د وینټی لیټرز نه علاوه اوس ټول حفاظتی سامان په ځائې ماركیټ كښې اخستلې كيږي، د سامان اخستلو او ترسیل عمل كښې سپيځلتيا باوري كوو ،د كورونا ټیسټنګ ??پا??ه ټول سامان لرو،دا مهال هيواد كښې 70 لیبارټرۍ كار كوي، د قحطې ملخانو مخ نيوي ??پا??ه زمكيزه او د فضائی سپرے انتظام شوے۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د میډیا بریفنګ په مهال وكړه۔ د این ډی اېم اے چیئرمین د ورونا وائرس وباﺀ څخه بچ كيدو ??پا??ه د طبی سامان اخستلو او ترسیل په اړه تفصیل بيان كړو۔ده ووئيل مارچ مياشت كښې په پاكستان كښې د كورونا څخه بچ كيدو ??پا??ه عام ماسك هم نه ترلاسه كيدو٬ كوم ماسك به چې موجود ؤ د هغې بيعه به زياته وه خو نن د وینټی لیټرز نه علاوه ټول سامان پاكستان كښې جوړيږي او د هغې بيعې هم د معمول ترمخه دي۔ ده ووئيل اول د طبی سامان په ټوله نړۍ كښې د طلب له امله چین څخه د سامان اخستل يو چیلنج ؤ خو این ډی اېم اے خپلې ذمه وارۍ ترس??ه كولو سره د هيواد ضرورت له مخې د سامان اخستو انتظام كړے او تر اوسه د 11 پروازونو د لارې يو لاكھ ټن څخه زيات سامان پاكستان ته رارسيدلې۔ لیفټیننټ جنرل محمد افضل ووئيل د سامان اخستلو او ترسیل كښې شفافیت باوري كولو ??پا??ه ټولې ضابطې بشپړې شوې۔ ده ووئيل این ډی اېم اے په هڅو حفاظتی سامان په ځائي ماركیټ كښې جوړيدل پيل شوي او نن ټول سامان ځائې ماركیټ څخه ترلاسه كيږي چې ورسره زيات فنډز بچت شوے۔ده ووئيل 3 نه تر4 مياشتو ??پا??ه حفاظتی سامان سټاك باوري كولو نه پس د ځائې ماركیټ څخه د حفاظتی سامان برآمد كولو د امكانات جاج اخستلې كيدې شي۔ ده ووئيل این ډی اېم اے ویئر هاؤس كښې د يوې مياشت سټاك لري، د سامان اخستلو ، شته والي او ترسیل ټول تفصیلات په ویب سائټ جاری كيږي۔ ده ووئيل د كورونا په ضد د فرنټ لائن طبی عملې حفاظت ??پا??ه سامان وركول يو چیلنج ؤ، ټول هيواد كښې د كورونا رنځورانو خيال ساتلو ??پا??ه د عملې حفاظت له څلور كھیپه سامان رسولے شوے دغسې د 5م كھیپ ترسيل روان دے۔ ده ووئيل این ډی اېم اے د حفاظتی سامان نه ترلاسه كيدو ګيلو اندراج له هیلپ لائن جوړ كړے په كوم چې ځينې ګيلې راغلي او كومې چې مونږ سمدستي لرې كړي ۔ لیفټیننټ جنرل محمد افضل ووئيل د ټیسټنګ سامان شته والي په بنیاد د 50 زره ټیسټونو كولو استعداد لرو، مارچ كښې په هيواد كښې يواځې 5 لیبارټری وې دغسې دا مهال ټول هيواد كښې 70 لیبارټری كار كوي۔ ده ووئيل په لويديزه پوله د قرنطینه مركزونو جوړولو نه علاوه این ډی ایم اے په هوائی ميدانونو قرنطینه آسانيو سره سره سپرے كولو له هم معاونت كوي۔ د این ډی اېم اے چیئرمین د قحطې ملخانو مخ نيوي ??پا??ه د پورته كړو اقداماتو په اړه ووئيل ځپليو سيمو كښې د زمكيزې سپرے سره سره د فضائی سپرے انتظام هم شوے، دې مقصد ??پا??ه 5 چورلكو سره مشینری لګولې شوې دغسې سپرے ??پا??ه 2 الوتكې هم تيارې كړې شوي، په دې كښې يو سپریئر الوتكه د تركیې څخه راغوښتلې شوې ۔ ده ووئيل په قحطې ملخانو قابو موندلو له چین سپرے او سپریئرز راكړي په دې مونږ د هغوي مننه كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل لاك ډاؤن كښې نرمی د عامو ??ګړو آسانيو ??پا??ه شوې،دا اوس زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې ضروری احتیاطی تدابیر باندې عملدرآمد كولو سره د كورونا وائرس څخه خپل ځان اوساتو او نور هم بچ كړو