د وزيراعظم عمران خان نړيوال اقتصادي فورم كښې کووډ اېکشن پلېټ فارم ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئېل دي پرمختګ كوؤنكې هېوادونه د كورونا سره سره د بې وزلۍ چېلنج سره هم مخ دي۔ د كورونا وائرس لا امله د رامخې ته شوي صورتحال مخ نيوي له به ځپليو هېوادونو له په ګډه تګلاره خپلول وي۔ د روغتيا نظام پياوړتيا او نورو ګامونو له مالياتي انتظام ته اړتيا ده۔ د د روانې وضعې مقابلې له به قرضونو كښې آسانۍ رامخې ته كول وي۔ د كروړونو په شمېر خلق لوږې نه ساتلو له معيشت پرانستل ضروري دي۔ انتظامیې سره سره مو رضاكار فورس هم مېدان كښې اودرولې ۔ ځپليو كورنيو له مو احساس كېش پروګرام پېل كړے ۔ سږ كال به زمونږ هېواد لپاره ډېر مشكل كال ثابتېږي۔ مونږ د سختو اصلاحاتو نه وروستو جاري كھاتې او مالي خساره كمه كړې۔ تر كومې چې وېكسين راغلې نه وي د يو هېواد او قام په حېث به دې وائرس سره پاتې كېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورؤ په ورځ نړيوال اقتصادي فورم كښې کووډ اېکشن پلېټ فارم ته د وېډيو لنك د لارې خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د كورونا وائرس په حقله د پرمختګ كړو او پرمختګ كوؤنكو هېوادونو حالت د يو بل نه جدا دے۔ پاکستان بنګله دېش او هند كښې وائرس د لوئيديزو هېوادونو په ډول په تندۍ نه دې خپور شوے ۔ د لوئيديزو او زمونږ هېوادونو ترمينځه فرق دا دے چې مونږ كورونا سره سره د بې وزلۍ چېلنج سره هم مخ يؤ۔ ده ووئيل پاكستان كښې 2 نيم كروړه مزدوران د ورځې په ديهاړۍ كار كوي۔ لاك ډاؤن سره به دوي بې روزګاره شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې 120 څخه تر 150 ملین هغه وګړي دي كوم چې بې وزلۍ سره مخ دي۔ تر كومې چې هغوي كار اونه كړي د خپلې كورنۍ د خوراك ضرورت نشي ترسره كولې ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ دې خلقو ته د نغدو پېسو وركولو پروګرام پېل كړے او تر دې دمه مو يو كروړ نه زياتو كورنيو سره مالي مرسته كړې ۔ ولې دا د لنډې مودې حل دے۔ ده ووئيل مونږ د كورونا وائرس لا امله رامخې ته شوي صورتحال څخه بچ كېدو له د لاك ډاؤن پرېكړه وكړه ولې دې څخه وروستو مو د كاروبار او صنعتي څانګو پرانستل هم پېل كړي ۔ ده ووئېل د كروړونو په شمېر وګړي لوږې نه بچ كولو له خپل معيشت پرانستل هم ضروي دي۔ ده ووئيل زمونږ د معيشت لويه برخه غېر رسمي ده او مونږ د كورونا كېسونو د زياتېدو او د خپرېدو هم اندېښنه لرو۔ ولې كه اكانومي پرانستلې نه شي نو د لوږې خطره به كمه شي۔ ده ووئيل مونږ يو ملين رضا كار تيار كړي كوم به چې زمونږ د انتظاميې مرسته كوي۔ دا رضا كار فورس به د خلقو د اجتماعاتو مخ نيوي كوي او د سماجي فاصلې په ځائې ساتلو به ډاډګيرنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل د مصر، نائجیریا او ایتھوپیا مشرانو سره خبره شوي۔ نور پرمختګ كوؤنكي هېوادونه هم د پاكستان په ډول مسئلو سره مخ دي۔ ده ووئېل برآمدی آرډرز كم شوي۔ زمونږ زيات انحصار په ترسيلات زر وي۔ په دې كښې هم كمۍ سره مخ يؤ۔ وزیراعظم ووئيل د موجوده صورتحال مقابلې له مو نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر جوړ كړے او د دغې مقصد دا دے چې د كورونا كېسونه كه زياتېږي نو د دې د لاسه د رامخې ته كېدونكي حالاتو مقابله به څنګه كول وي او معيشت به څنګه مخ په وړاندې بوتلل وي۔ وزیراعظم ووئيل G-20 هېوادونو غريبو هېوادنو له قرض كښې د رعايت پالېسي اعلان كړې ۔ د روغتيا آسانيو رسنې او نورو ګامونو له مونږ مالياتي آسانۍ ته اړتيا لرو او دغسې قرضونو كښې به هم آسانۍ رامخې ته كول وي۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں