اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي عمران خان د 22 كالو سياسي هلو ځلو نه پس وزيراعظم جوړ شوے٬ ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره د سخت لاك ډآٶن پاليسي نه ده كاميابه شوې٬ د وزيراعظم عمران خان ذاتي خوښۍ سره پي اېس ډي پي كښې د يو نيم اربه روپو زياتوالے شوے٬ سږ كال تر مارچ مياشتې زمونږ محصولاتو كښې 17 فيصده زياتوالے شوے ؤ٬ بجټ كښې بلوچستان لپاره زيات فنډز بېل كړے شوے ٬ د سکھر نه تر حېدرآباد موټروے به د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې جوړولې شي٬ په ديامر بھاشا’ داسو او مومند بندونو كار پېل شوے ۔ د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر دا خبرې قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 21-2020 په بجټ بحث كښې وكړې۔ اسد عمر ووئيل لوي څښتن دې د كرونا نه مونږ ټول وساتي٬ څوك ئې چې ښكار شوي بخښنه دې نصيب شي٬ دا وئيلې كېږي چې د حكومت د ناقصه پاليسو په سوب كرونا خپره شوې او اولس ئې ښكار شوے ۔ ده ووئېل عمران خان د مخالفې ډلې په سترګو كښې غړېږي٬ كرونا په 180 هېوادونو كښې خپره ده او د عمران خان حكومت يوازې دلته دے٬ مخالفه ډلې دې ووائي چې لاك ډاٶن څخه څنګه ديهاړي مار او خواري كښو بچ كړو۔ده ووئېل د مسلم ليګ (ن) د قيادت رول ماډل مودي په 17م مارچ په 137 کېسونو اېډوائزري جاري كړې ٬ په 25 م مارچ ئې د نړۍ سخت ترين لاك ډآٶن وكړو كله چې 653 كېسونه ورمخې ته وٶ ۔د جون په وړمبۍ نېټه ئې لاك ډاٶن ختم كړو او لاس په سر شو۔ ده ووئېل په وړومبي جون 98,317 خلق د لاك ډآٶن باوجود ښكار شول٬ په لاك ډاٶن لګولو 12 او په ختمولو ئې د 5 زره نه زيات كسان مړه شول۔ ده ووئيل دا ناكامه پاليسي ده٬ دا په تمامه دنيا كښې ناكامه شوې ٬ امريکې دا لاك ډاٶن اونه زغملے شو٬ هند كښې لاك ډاٶن څخه 12 كروړه اولس د روزګار نه لاس واغستل