د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره دې وګړي په حكومتي هداياتو عمل وكړي. د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا مركه

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د كورونا رنځورانو علاج لپاره په ماركيټ كښې د ډېكساميتهاسون په اوي مقدار موجود دي ، د ژوند بچ كوونكو داروګانو په بېعه كښې د اضافې يا د دې په بلېك ماركيټنګ كښې د ككړو عناصرو په ضد به سخته كارروائي كولې شي. د ګل په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل د پاكستان ډرګ رېګولېټري اتهارټۍ ته هدايت شوے چې د كووېډ- 19 رنځورانو علاج لپاره داروګان باوري كړي. ډاكټر ظفر مرزا ووئيل اولس دې د ګرانو داروګانو په مسئله په ټال فري نمبر 080003727 رابطه وكړي. د لوي اختر او د قربانې د څاروو په منډيانو كښې د اېس او پيز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وفاقي وزيران، علما او مشائخو غونډې كوي او دوي د څاروو محفوظه منډيانو او د لوي اختر اجتماعاتو لپاره په تفصيلي حكمت عملې خبرې كوي. ده ووئيل د رمضان المبارك په موقع د مذهبي مشرانو په مشوره په جوماتونو كښې په اېس او پيز عمل وكړے شو. هم دغسې د لوي اختر په موقع به هم حكومت قومي ستراتېژې ته حتمي شكل وركوي. ده ووئيل د راتلونكو څو اونيو په مهال به د كورونا د ټېسټ اسانې د ورځې په بنياد يو لك ته ورسولې شي. ده ووئيل د سمارټ لاك ډاٶن ستراتېژې له مخې د كورونا وائرس كېسونه كم شوي. ده ووئيل د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره دې وګړي په حكومتي هداياتو عمل وكړي

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں