اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د چمن او نورو پولو په حقله غونډه رابللې شوې ده . د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې صلاح الدين ايوبي د اعتراض په نكته ووئيل د چمن پولې بندېدو په وجه خلق ستونزو سره مخ دي. ده ووئيل د كر??چې په بندر 8 زره كانټينرې ولاړې دي. دا ??عامله مو په ايوان كښې پورته كړ?? وه او سپيكر، حماد اظهر ته كارروائې لپاره هم وئيلي وو. د هغه راپور څه وشول. سپيكر ووئيل زه په دې عمل كښې په خپله شريك يم. ده ووئيل مونږ يوازې چمن نه ټولو پولو لپاره غونډه رابللې ده . د وزيرستان، چمن او غلام خان پولې په اړه كمېټي جوړه كړ?? شوې. ده ووئيل په دې لړ كښې اقدامات كولے شي.