اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د چكدره چترال موټروے د سي پېك برخه ګرځولو لپاره د چين د ځواب په طمعه يو ، د دې لوئې لارې د پراختيا كار به راتلونكې كال پېل شي، احسن اقبال ما ته د 50 اربه روپو د هرجانه نوټس رالېږلے، د هغهه خيال ؤ چې زه به وتښتم خو هغه هلت?? په خپله وړاندے نه شو. د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د احسن اقبال لخوا د پورته كړو نكاتو ځواب كښې وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل يو پخواني وزير ووئيل چكدره چترال سړك د سي پېك برخه ؤ، دا سړك او پروژه كله هم د سي پېك برخه نه وه، تېر كال زمونږ حكومت دا پروژ?? په سي پېك كښې د شاملولو تجويز لېږلے ، مونږ د چين د ځو??ب انتظار كوو. وئيلې كېږي چې د دې پروژې فنډ د دې ځائ نه د سوات موټروے په پروژه اچولے شوے. ??ه ووئيل په كال 2021م كښې به د چكدره چترال سړك كار پېل شي. هغو سيمو ته پام كوو كومې چې تل محرومه پاتې شوي۔??ه ووئېل ټول ريكارډ مې راوړے، كه كومه پوښتنه وي نو ځواب به وركړم. د ??وز دير ، دير، چكدره او چترال پروژې په سي پېك كښې په اچولے كېدو اولس ته مباركي وايم. ??ه ووئيل ما پنځه پوښتنې كړې وې ځواب د يوې هم نه دې راغلے. د دير چكدره چترال موټروے په جے سي سي كښې زما په لاسليك تللې، د دوي په دور كښې څنګه منظوره شوې وه. ??ه ووئيل احسن اقبال د 50 اربه روپو د هرجانې نوټس رالېږلے ؤ، د هغه خيال و چې زه به وتښتم خو هغ?? په خپله وتښتېدو او عدالت په عدم پېروي كولو دعويٰ خارج كړه. خو زه ئې پرېږدم نه. زه بيا د 50 اربه خبره هم كوم او بيا پوښتنه هم كوم. ده سپيكر ته ووئيل هغه دې د قرض كميشن راپور راوغواړي. چې د جاوېد صادق نوم د دوي د فرنټ مېن په توګه رامخې ته نه شي نو بيا ووائي. ??ه ووئيل احسن اقبال وئيلي دي د چترال چكدره سړك پروژ?? په كال 17-2016م په پي اېس ډي پي كښې شامله وه، دا پروژه لا اوس هم په پي اېس ډي پي كښې نشته، زما په لاسليك دا پروژ?? په سي پېك كښې د شاملولو تجويز لېږلے شوے. ??ه ووئيل كوم څيز چې هم په پاكستان كښې جوړ شي، دوي وائي نواز شريف جوړ كړ??، وائي چې د پاكستان جوړېدو خوب هم نواز شريف ليدلے ؤ