اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د سېنېټر رحمان ملك په مشرۍ كښې د كورنيو چارو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه پارلیمنټ هاوَس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د آزادۍ ورځې پ?? اړه متفقه قرارداد منظور کړے شو۔ قرارداد سېنېټر رحمان ملك وړاندې كړ?? كوم چې کمېټۍ په متفقه توګه منظور کړو۔ قائمه كمېټۍ د 14 اګست په ورځ ټول قام له مبارکي وركولو سره ووئيل مونږ د خپل عظیم قائد،قائداعظم محمد علی جناح الفاظ ایمان، اتحاد،تنظیم چرې هم نهشو هيرولے۔ قائداعظم او د هغه رفقاء ته د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو خپلواكه ریاست په جوړولو پيرزوئنې وړاندې كوو۔ رحمان ملك ووئيل دوه قومی نظریه د قائداعظم د غیر معمولی دانشمندۍ نتيجه وه د كومې چې دا کمېټي معترف ده۔ ده ووئيل دا مهال هند او مقبوضه کشمیر كښې روانو ظلم??نو سره دو قومی نظریه 100 فیصده سمه ثابت شوې ٬ هند په مسلمانانو او مقبوضه کشمیر كںې پ?? بې ګناه وګړو ظلم كوي۔ قائمه کمېټۍ د هند د ظلم??نو سخته غندنه كوي، سېنېټر رحمان ملك قام ته غږ وكړو چې يو وقار لرونكے او د ازاد قام په حیثیت خپل ټول صلاحیتونه كارولو سره د پاکستان د خذمت عزم وكړې ۔ په غونډه كښې پ?? سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر ډاكټر شهزاد وس??م نه علاوه سېنېټر محمد جاوید عباسی، محمد اعظم خان سواتی، رانا مقبول احمد، سردار محمد شفیق ترین،داخله سیکرتري او د اړوندو ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو