اسلام آباد 26 ا??ست (اے پی پی) د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزیر سیّد فخر امام وئيلي دي حکومت د وړو وركړه باوري كولو لپاره د غنمو درآمد کولو پريكړه كړې ، ستمبر كښې د درآمد كړو غنمو راتللو ??ره به د اوړو په بيعه كښې استحکام راشي،د غنمو په اړه كوټلې منصوبه بندی کوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پریس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د غنمو بحران څو مياشتې وړاندې پيل شوے ؤ، ذخیره اندوزی او قاچاق د كمي پيدا كولو ??ګلارې دي۔ ده ووئيل د غنمو امدادی بيعه او نړيوالې بيعې كښې زيات فرق راغلے ؤ ، په تکنیکی توګه د 20 نه 25 ورځو كمے ؤ۔ده ووئيل حکومت د غنمو درآمد کولو پريكړه كړې،د غنمو وړومبې كهيپ رارسيدلے ، د غنمو پیداوار زياتولو لپاره ښه ت??م ته اړتيا ده ۔ سیّد فخر امام ووئيل 20 ملیونه ایکړه كرونده كيږي او دې لپاره 11 لکهه ټنه ت??م ته اړتيا ده، مونږ هڅه كوو چې 4 لكهه معياري تخم تشخیص كړو۔ده ووئيل د اوړو او غنمو بحران څو مياشتې وړاندې پيل شوے ؤ ٬ د دې لويه وجه ذخیره اندوزی وه ، 8 يا 9 كاله پس پ?? وړومبي ځل د غنمو بيعه كښې فرق پيدا شوے۔ده ووئېل حکومت د اوړو وركړه باوري كولو لپاره د غنمو درآمد کولو پريكړه كړې، ستمبر كښې د درآمد كړو غنمو راتللو ??ره به د اوړو بيعه كښې استحکام راشي