د سركاري املاك نېلامې سره به حكومت ته د قرض په ادائيګې كښې اسانيې په لاس راشي۔ د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي

image

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي وئيلي دي چې د سركاري املاك نېلامې سره به حكومت ته د قرض په ادائيګې كښې اسانيې په لاس راشي۔ د اسلام آباد په ځائي هوټل كښې د حكومتي املاك د نيلامې په اړه يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير علي زېدي ووئيل چې د حكومت كار تجارت كول نه بلكې د تجارت ښه ماحول وركول دي۔ د حكومت د لس نه تر پنځلس فيصده ادارې په منافع كښې دي٬ پاتې ټولې خسارې سره مخ دي۔ په پاكستان كښې د پبلك څانګې د بانكونو حالت وړاندې څه بل شان و خو د نوې انتظاميې په وجه اوس هغه په منافع كښې دي۔ علي زېدي ووئيل چې د پي اېس ډي پي بجټ زياتره د قرض په بنياد كولې شي٬ هر يو پرمختيائي كار لپاره قرضونه ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د هېواد بهترې لپاره كار روان دے٬ د اقتصاد پايه روانه شوې۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں