اسلام آباد ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ غړے او د پارلماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدې د وزيرمملكت په توګه وټاكلو۔ د کابینه ډویژن لخوا د جاري كړې شوي نوټيفكېشن له مخې د 1973ء آئین په رڼا كښې شهريار آفريدې وزير مملكت تعينات كړے شوے دے۔ د كابینه ډویژن نوټیفکېشن له مخې صدر مملكت د وزيراعظم په وړاندېز شهريار آفريدي نه د سرحدي او رياستي چارو او د نشائي توكو مخنيوي وزارت ذمه وارۍ بېرته اخستې دي۔