د صحابه كرامو (رض) عظمت او عزت زمونږ ايمان دے۔ غلام سرور خان

image

پېنډۍ ۔ 28 اګست (اے پی پی) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې مونږ د صحابه كرامو او اهل بېت (رض) منونكې يؤ او د صحابه كرامو عظمت او عزت زمونږ ايمان دے۔ زمونږ دين اسلام د امن ٬ سلامتيا ٬ ورورولۍ ٬ مينې او يووالي دين دے۔ محرم الحرام مياشت د صبر ٬ زغم او په حقه خبره د كلك اودرېدو درس وركوي۔ د دې مقدسې مياشتې اهميت نظر كښې نيولو سره دا ورځ بايد عقيدت او احترام سره ولمانځلے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د حضرت امام حسېن او اهل بېت (رض) قربانۍ د اسلامي تاريخ ځانګړې برخه ده۔ هغوي مونږ ته د ظلم او جهل عناصرو وړاندې د كلك اودرېدو درس راكړے دے۔ ده ووئيل محرم الحرام د اسلام په خاطر د وركړې شويو قربانيو ياد تازه كوي۔ ددې مياشتې نسبت سره د حضور اكرم خاتم النبيين (ص) د ښودلې شويو اصولو او د هغوي د پاكو سنتو له مخې د ژوند تېرولو بايد هڅه وكړې شي۔ او هم دې سره د دنيا او آخرت ښېګړه تړلې ده

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں