د سينې كينسر زر تر زره تشخيص سره درملنه ممكن ده۔ بېګم ثمينه علوي

image

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي په مېرمنو كښې د سينې كينسر په حقله خبرتيا پیدا كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې زر تر زره تشخيص سره د دې رنځ درملنه ممكن ده بايد په دې لړ كښې ټولنه او ټولې څانګې كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په پېښور كښې د سينې كينسر په حقله د خبرتيا دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل په نړۍ كښې هر كال لس لكه مېرمنو ته د سينې كينسر لګي دغسې پاكستان كښې 17 زره مېرمنې د دې رنځ له امله د خپل ژوند څخه لاس وينځي۔ دې ووئيل د سينې كينسر د رنځ علامت بايد نظرانداز نه كړې شي او مېرمنې دا معامله سنجيده واخلي او زر تر تر زره تشخيص او درملنې ته پام لرنه وكړي۔دې ووئيل ټولو صوبائي حكومتونو ته خواست دې چې د سينې كينسر تشخيص او درملنې لپاره كوټلي هڅې وكړي۔دې زياته كړه چې دې لړ كښې اېن جي اوز او نورو ادارو سره رابطو زياتولو ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں