اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيريں مزاري وئيلي دي خاص كسان دې د جديدو تقاضو له مخې د ټولنې فعاله وګړي جوړ كړے شي دغسې چې ھغوي په چا د اډاڼه كېدو په ځائ د پرمختګ سفر روان وساتلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د “وائټ ??ټك” نړيوالې ورځ په موقع ډا??ري??ټرېټ جنرل آف سپېشل اېجوکېشن تر سېوري لاندې دستورې ته خپله وې??ا كښې وكړه۔ شيريں مزاري ووئيل دا ورځ بصارت څخه محرومو كسانو سره د يوالي څرګندونې سره مونږ ته د ذمه واريو احساس هم راكوي٬ دا هم يادګېرنه راكوي چې مونږ دوي ته په ټولنه كښې سم مقام وركړو او په دې لړ كښې معاشرتي روئې هم سمې كړو دغسې چې هر وګړے د دوي په بهترۍ كښې خپل كردار ولوبوي۔ دې ووئيل په دې لړ كښې وزيراعظم د اسلام آباد ټولې لويې ودانۍ خاص كسانو لپاره د رسنې جوګه ګرځولو او په نوكرو كښې په ټاكلې كوټه عملدرآمد باوري كولو لپاره احكامات جاري ۔ دې ووئيل د نورې نړۍ غونډې پاكستان هم د كرونا وباء څخه ځپلے شوے ٬ د تعليمي ادارو بنديدو څخه كه يو خوا د عامو زده كوٶنكو تعليمي زيان شوے نو بلخوا په خاص زده كوٶنكو هم اثرات مرتب شوي خو د بشري حقونو وزارت د خپلو محدودو وسائلو باوجود د دې كسانو مسئلې حل كولو لپاره ممكنه هڅې كړي۔ وفاقي وزيرې د ډا??ري??ټورېټ جنرل آف سپيشل اېجوکېشن د هلو ځلو هم ستائنه وكړه كومې چې د وزارت سره دوي د وباء په مهال كوچنيانو او د نورو كسانو خېرښګړې لپاره كړي ۔ شيري مزاري ووئيل د بصارت نه محرومو كسانو د ډيجيټل وائت كېن ٬ سمارټ فونز او جاز سا??ټ وئير د استعمال د لارې به جديد تعليم ته رسنه ممكن شي د كومې د لارې چې به دوي لائبرېرۍ سره وتړلې شي او دغسې به دوي د مقابلې د امتحان تياري هم په آسانۍ سره وكړي