اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پی پی) نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سی او سی) د کورونا وائرس په اړه تازہ شميرې جاری کړي۔د زيارت په ورځ این سی او سی لخوا جاري شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 756 رنځورانو ټيسټ مثبت راغلے او 11 رنځوران په روغتون كښې او 2 رنځوران په كورنو كښې د قرنطینه په مهال مړه شوي۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا 31 زره 862 ټيسټونه شوي چې پكښې په سندھ كښې 9 زره 234, پنجاب كښې 11 زره 601, خیبر پښتونخوا كښې 4 زره 337, اسلام آباد كښې 4 زره 832, بلوچستان كښې 859,ګلګت بلتستان كښې 270، آزاد کشمیر كښې 729 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هيواد كښې د کورونا له امله د ښه شوو كسانو شميره 3 لکهه 5 زره 395 ته رسيدلې۔آزاد کشمیر او بلوچستان كښې د کورونا كوم هم رنځور په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هيواد كښې د کورونا لپاره بيلو كړو يو زر 884 وینټیلیټرز باندې 77 رنځوران پراته دي۔ هيواد كښې د كورونا ایکټو کیسونو شميره 9 زره 209 ده۔ټول هيواد كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلو شوو كسانو شميره 3 لکهه 21 زره 218 ده چې پكښې آزاد کشمیر كښې 3 زره 258, بلوچستان كښې 15 زره 599, ګلګت بلتستان كښې 3 زره 982، اسلام آباد كښې 17 زره 681, خیبر پښتونخوا كښې 38 زره 464، پنجاب كښې 1 لکه يو زر 237 او سندھ كښې 1 لکه 40 زره 997 رنځوران دي۔ټول هيواد كښې د کووډ۔19 له امله د مړو شوو كسانو شميره 6 زره 614 ده چې پكښې په سندھ كښې 2 زره 566 دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال درې رنځوران په روغتونونو كښې او يو كس په كور كښې د قرنطینه په مهال مړې شوي ، پنجاب كښې دوه زره 277 كسان مړه شوې دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 6 رنځوران په روغتونونو كښې او يو كس په كور كښې د قرنطینه په مهال مړ شوے ،خیبر پښتونخوا كښې يو زر 264 كسان مړه شوي ،اسلام آباد كښې 191 كسان دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال دوه كسان د دې وائرس له امله مړه شوي،بلوچستان كښې 146 كسان مړه شوي ، ګلګت بلتستان كښې 90 كسان ، آزاد کشمیر كښې د دې وائرس له امله 80 كسان مړه شوې۔تر اوسه ټول هيواد كښې د كورونا 39 لکهه 75 زره 596 ټيسټونه شوې دي ۔