اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي په هند كښې د پاكستان اقليتي ټولنې سره د تعلق لرونكو كسانو د قتل پېښې د هند بيانيه څرګنده كړې ده ، ټولې سفارتي ذريعې كارولے كېږي، په هر يو فورم به دا معامله پورته كوو، د هند مقصد دا كورنۍ د پاكستان په ضد كارول وو. د نهې په ??رځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر مشتاق احمد خان د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د پاكستان اقليتونه د پاكستان په پرمختګ كښې ډېر مهم كردار لري. په هند كښې د هندو توا سوچ غالب دے او د دې له امله اقليتونه خپل ځان غېر محفوظ ګني.ده ووئې?? د ??ابري مسجد افسوسناكه پېښه او په دې كښې ككړو كسانو ته سزا نه وركولو سره د انصاف په نظام اندېښنه لرو. ده ووئيل اېمنسټي انټرنېشنل په هند كښې د اقليتونو سره ظلمونه بې نقابه ك??ي. ??ه ووئي?? د ??ندھ سانګهړ ضلعې 11، 12 پاكستانيان په هند كښې قتل شوي . دې پېښې د هند بيانيه څرګنده كړې. خارجه وزارت په سمدستي توګه د دې پېښې نوټس اخستے او په ډيلي كښې د پاكستان هائي كميشن نوټ وربېل جاري كړے، د هند څخه د دې تفصيلات غو??تلے شوي، د قونصلر رسنې غو??تنه شوې، د پوسټ مارټم هم غو??تنه شوې. ده ووئېل د پاكستان اقليتونو د دغې په ضد د هندي هائي كميشن په وړاندې احتجاج كړے. د اګست په 18مه نېټه مونږ بېرته نوټ وربېل جاري كړے، د هند څخه بېرته قونصلر رسنه غو??تلې شوې. د پېښې تفصيل غو??تلے شوے خو تر اوسه كوم معلومات نه دي وركړے شوي. ده ووئېل هند دا كورنۍ خپلو مقاصدو لپاره، جاسوسې له كارول غو??تل او مونږ د دې پېښې په اړه ټولې سفارتي ذريعې كاروو. ده ووئي?? د ??سلام آباد په هائي كورټ كښې هم دا معامله تر اورېدنې لاندې ده، د پارلمان اقليتي غړي هم دا معامله پورته كوي. مونږ د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره هم رابطه ك??و او مونږ خپل سفارتي مشنز هم فعاله كوو. ده ووئېل مونږ د دې پېښې اېف آئي آر هم درج كړے او په هر فورم به دا معامله پورته كوو.