اسلام آباد ، 1 نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قې??ر وئیلي دي چې خپلو سياسي ګټو ترلاسه كولو له د قومي ادارو سپكاوې د افسوس وړ دے۔ دا ډول عزائمو سره په قومي ادارو نه بلكې دوئي په خپلو ځانونو داغ لګوي۔ د پاكستان اولس پوځ سره څنګ په ??نګ ولاړ دے۔ د پاكستان وسله والو ځواكونو قربانيو ته اولس د قدر په سترګه ګوري۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د صوابۍ ضلعې په ټوپۍ تحصيل كښې د 2 كروړه 21 لكه روپو په لګښت د ګدون امان زئۍ فيډر پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د توان وفاقي وزير عمر ايوب هم موجود وو۔ سپيكرووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل معيشت په مثبت لور روان شوے دے۔ د موجودہ حکومت غوره پالېسيو له امله ډالر ښكته راروان دے او كه لوئے څښتن ته منظور وي ډېر زر به دا عارضي ګراني ختمه شي۔ هغه ووئيل صوابۍ ك??ې د روغتيا ٬ زده كړو ٬ برېښنا ٬ سوئي ګېس او لوبو څانګه كښې په زړه پورې اقدامات او اصلاحات شوي دي چې له مېوؤ به ئې د صوابۍ اولس استفاده وكړي۔ صوابۍ ك??ې كېډټ كالج هم جوړولے شي۔ هغه ووئي?? د ??وئي ګېس په مد كښې نزدې يو ارب 70 كروړه روپۍ مصرف كړې شوي دي۔ او كومې سيمې چې د سوئي ګېس نه محرومه دي هغو ته به ګېس وركولې شي۔ ده ووئي?? د ??مران خان د غوره پالېسيو له امله نن هېواد په سم ل??ري روان دے