اسلام آباد 08 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې په سازشونو كښې بوخت كرپټ ټولګې د پاكستان د پرمختګ ??خه نيول غواړي. د نهې په و??ځ په خپلو ټويټونو كښې د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې د اشعال ګرې په مرسته د قانون خلاف ورزي د آله په توګه كارول كېدو سره ناوړه سياست كولې شي، په څلورو وا??و صوبو كښې د هزيمت نه پس د لاهور غونډه به د پي ډي اېم د هېواد دښمن بيانيې د تابوت وروستې مېخ ثابت شي. ده ووئيل چې د ن ليګ كاركنان اوس په خپله و??ئي چې كه د مريم صفدر زوې او د نواز شريف دواړه ضامن په غونډه كښې ودرېږي نو مونږ به هم ګډون وكړو، په خپله خو دوي د كورونا نه بچ كېدو لپاره د ټېسټ كول?? نه بغېر چا سره نه ملاوېږي او د خلقو ژ??ند په خطر كښې اچوي.