وزيراعظم عمران خان سره د سېلګرۍ او قامي ورثه لپاره د سعودي کمېشن چيئرمېن شهزادہ سلطان بن سلمان بن عبدالعزيز ټېلي فوني تماس

image

اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د سېلګرۍ او قامي ورثه لپاره د سعودي کمېشن چيئرمېن شهزادہ سلطان بن سلمان بن عبدالعزيز د نهې په ورځ ټېلي فوني تماس نيولے او د سلطانه فاٶنډېشن د چيئرمېن ډاكټر نغيم غني په مړينه ئې د غمرازي څرګندونه كړې۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري اعلاميې له مخې د ټېلي فوني تماس په مهال وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاہ سلمان بن عبدالعزيز، ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د سعودي عرب اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔دغسې شهزادہ سلطان د سلطانه فائونډېشن چيئرمېن ډاکټر نعيم غني په مړينه غمرازي كړې۔ وزيراعظم هم د ډاکټر نعيم غني په مړينه غمرازي وكړه او فاٶنډېشن لپاره ئې د هغوي د بې لوثه مينې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د شهزادہ سلطان په سرپرستي كښې په پاکستان كښې د سلطانه فاٶنډېشن د سماجي خېرښګړې او تعليمي منصوبو هم ستائنه وكړه ۔ ده د فاؤنډېشن د خېراتي نظريې ستائنه وكړه چې مقصد ئې د ټولنې د ناداره طبقو سماجي او معاشي ښګړې ده۔ دغسې وزيراعظم دې نېك مقصد لپاره د فاؤنډېشن د مرستې او ملاتړ باور وركړٶ۔ وزيراعظم او د سعودي شهزادہ د پاکستان او سعودي عرب د اوږدې مودې ازمائيلے شوو اړيكو ته د ودې وركولو د عزم پخلے هم وكړو۔

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں