اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي د كرونا په ورومبنۍ چپه كښې د وزيراعظم په وخت او دانشمندانه اقداماتو په س??ب پاكستان د لوي ځاني زيان نه بچ شوے٬ د كرونا په دويمه چپه كښې د مخالفې ډلې د سياسي هلو ځلو په س??ب كرونا په تندۍ سره خپرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اېس ډي پي آئي تر سېوري لاندې د “كووېډ-19 په وبائې صورتحال كښې د جامع پرمختګ ” په س??خط 23م د جامع پرمختګ كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د ??ما??ټ لاك داٶن پاليسۍ نړۍ ستائنه كوي۔ ده ووئيل كرونا وائرس كوم مذهب يا يو هېواد نه ټوله نړۍ ځپلې ده ، مونږ په نړۍ كښې د وائرس ځپلي انسانيت مناظر وينو او د نړۍ لويه برخه دې وباء ځپلې ده ۔ ده ووئيل د اېن سي او سي د سمو شمېرو د لارې اولس ته معلومات وركوٶ۔۔ ده ووئيل د اېس ډي پي آئي لخوا نړيوال كنفرنس د دې وباء مخنيوي لپاره لوي اقدام دے